د ا.ا.ا : هغه کسان مو نیولي چې اهل هنود هېوادوال ئې زورولي ؤ

0
75

د ا.ا.ا : هغه کسان مو نیولي چې اهل هنود هېوادوال ئې زورولي ؤ

د ا.ا.ا ویاند او د اطلاعاتو کلتور مرستیال ذبیح الله ” مجاهد” ویلي چې هغه کسان ئې نیولي دي چې د ا.ا.ا له راتګ سره سم ئې اهل هنود هېوادوال زورولي ؤ.

 

 

(2021 / 10 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)

د ا.ا.ا ویاند او د اطلاعاتو کلتور مرستیال ذبیح الله ” مجاهد” ویلي چې هغه کسان ئې نیولي دي چې د ا.ا.ا له راتګ سره سم ئې اهل هنود هېوادوال زورولي ؤ.

نوموړي ویلي هغه کسان چې د اهل هنود اقلیت ازار و ازیت سبب شوي ؤ د کابل امنیه قومندانۍ نیولې او عدلي او قضايي اورګانو ته سپارل شوي.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې کابل او یا د افغانستان نورو ښارونو کې پر چا تېری وکړي او یا هم ورسره زور زیاتی وکړي.

د یادونې وړ ده چې پۀ ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو له تګ او د کرزي د دورې لۀ پیل سره سم هم د هل هنودو ځمکې او جایدادونه غصب شوي ؤ، تر اوسه طالبانو د هغو جایدادونو په بېرته ورسپارلو څه ندي ویلي؛ خو تر دې وړاندې ئې داسې ویلي ؤ چې ټولې شخصي او دولتي غصب شوې ځمکې به بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل شي.

کابل ته د ا.ا.ا له راتګ سره سم یو شمېر خلکو د هلوهنودو پر ضد مزاحمتونه پیل کړل چې ډېری اهل هنود ئې د وطن پرېښودلو ته اړ کړل او هغوی د کابل هوايي ډګر لۀ لارې هند هېواد ته ولاړل.

Leave a reply