زابل کښې په ضرورتمند خاندانونو مرستې تقسیم شوي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په ولایت زابل کښې د افغانستان اسلامی امارت له طرف نه ددې ولایت په ضرورت مندو او مستحقو خاندانونو مرستې تقسیم شوي دي، په مرستو کښې د ژوند ضروری سامان کمپل او نور ضروري شیان شامل وو.
په ټولنیزو رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي چې د اسلامی امارت له خوا په زابل ولایت کښې دلته په افغان اولس هغه مستحقو خاندانونو مرستې تقسیم شوي چې ژوند له کړاو سره مخ وو.
یاده دې وي چې د ملګري ملتونو یونیسیف او نورو ادارو له طرف نه هم د افغانستان په لرې ولایتونو کښې بشري مرستو رسول پیل شوي دي، یاده دې وی چې د ملګري ملتونو د افغانستان لپاره نمایندګانو او سفیرانو د نړۍ په هیوادونو غږ کړې چې د ژمې پیل کیدو نه وړاندې باید افغان اولس سره بشري مرستې وشی چې دلته د یو انساني بحران مخه و نیول شي.
یاده دې وي چې ملګري ملتونو او نور د بشري مرستو او حقونو آواز اوچتوونکي مشرانو هم داسې خبر ورکړې چې د ژمې پیل کیدو نه وړاندې باید افغان اولس سره مرستې وشی ، او که بشري مرستې لکه د خوراکي توکو ، داروګان او نور د ژوند سامان نو د افغانستان اولس به یو لوی انسانی بحران سره مخ شي.
#News_update!#صوبہ_زابل میں 6 ضرورت مند خاندانوں میں غیر خوراکی اشیاء تقسیم کی گئیں۔ #Taliban pic.twitter.com/1KZIZIe2t6
— افغان خبرنامہ اردو (@khabar_afghan) October 9, 2021






