پۀ هند کې د بند پاتې افغانانو د لېږد بهیر پیل شوی دی 

0
213

پۀ هند کې د بند پاتې افغانانو د لېږد بهیر پیل شوی دی 

په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته په سلګونو افغانان د الوتنو نشتون له امله بند پاتې ؤ .

دغه ډله افغانان چې ډیری ئې د تداوۍ لپاره هند ته تللي ؤ پۀ وروستیو کې د الوتنو د نشتون لۀ امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان ؤ.

 

 

(2021 / 10 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته په سلګونو افغانان د الوتنو نشتون له امله بند پاتې ؤ .

دغه ډله افغانان چې ډیری ئې د تداوۍ لپاره هند ته تللي ؤ پۀ وروستیو کې د الوتنو د نشتون لۀ امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان ؤ.

پۀ هند کې دبند پاتې شویو افغانانو پۀ وینا چې دوی سره وړې پیسې ختمې دي، د شپې تېرېدلو ځای نلري او ډېریو دغو بند پاتې افغانانو سره خو داسې ماشومان ؤ چې میندې ئې پۀ افغانستان کې دي او دوی د تداوۍ لپاره هند وړل شوي ؤ، چې اوس ئې ورسره د میندو نشتون له امله پلرونه له سختو ستونزو سره مخ دي.

تازه د دغو هند کې بند پاتو افغانانو بېرته افغانستان ته د لېږد لړۍ پیل شوې ده.

د دغو افغانانو له ډلې ۱۰۶ تنه ئې د تېرې جمعې پۀ ورځ د ایران لۀ لارې افغانستان ولېږدول شول، چې په اغو کې ډیری ئې مېرمنې، ماشومان او ناروغ نارینه ؤ.

تر دې وړاندې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې کې  هم افغانان لۀ ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان ؤ.

 

 

Leave a reply