د ا.ا ا یو ځل بیا ویلي چې ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي د ي او هېچاته د هېواد دننیو چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي 

0
165

د ا.ا ا یو ځل بیا ویلي چې ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي د ي او هېچاته د هېواد دننیو چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي 

په اعلامیه کې راغلي له همدې امله له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس په سر شي او اجازه ورکړي چې افغانان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

 

(2021 / 12 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا وایي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۲ کلیزې په مناسبت ا.ا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانانو وکړی شول له څو تاړاکونو خپله خاوره ازاده کړي او د سوله ییز او خپلواک ژوند لار غوره کړي.

سرچینه وایي افغانان له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې اړیکې غواړي او هېچا ته د زیان اړولو نیت نه لري.

په اعلامیه کې راغلي له همدې امله له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس په سر شي او اجازه ورکړي چې افغانان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

اړوند موضوعات: 

 د ا.ا.ا د رئیس الوزرا مرستیالانو د المان او هالنډ لۀ استازو سره پۀ خبرو کې ویلي چې افغان خاوره به د هېچا پۀ ضد هم ونۀ کارېږي 

ا.ا همدا راز وایي چې نړیوال دې پر افغانانو فشارونه ختم کړي او د دوی حقونو ته دې درناوی وکړي.

Leave a reply