د ا.ا.ا د رئیس الوزرا مرستیالانو د المان او هالنډ لۀ استازو سره پۀ خبرو کې ویلي چې افغان خاوره به د هېچا پۀ ضد هم ونۀ کارېږي 

0
226

د ا.ا.ا د رئیس الوزرا مرستیالانو د المان او هالنډ لۀ استازو سره پۀ خبرو کې ویلي چې افغان خاوره به د هېچا پۀ ضد هم ونۀ کارېږي 

حنفي دغه راز په هېواد کې امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي چې اوس په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده او ا.ا د المان او هالنډ په ګډون له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې په بیلو برخو کې پانګونه وکړي.

(2021 / 11 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیالانو د المان او هالنډ له ځانګړو استازو سره لیدلي دي.

د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي د المان او هالنډ له ځانګړو استازو سره د افغانستان پر وروستي وضعیت خبرې اترې کړې دي.

د سمنګاني په خبره، عبدالسلام حنفي ډاډ ورکړی دی چې ا.ا به هیچاته د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې کارول کېدو اجازه ورنه کړي، له مخدره توکو سره به د مبارزې پوره هڅه وکړي او له نړیوالې ټولنې سره یو ځای به افغان کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت زمنیه برابره کړي.

Leave a reply