د ا.ا.ا وايي چې د موبایل لس سلنه مالیې څخه پۀ تېرو څلور میاشتو کې ۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي
د ا.ا.ا وايي چې د موبایل لس سلنه مالیې څخه پۀ تېرو څلور میاشتو کې ۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي
د مخابراتو وزارت دغه راز اوونۍ وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو وویل، چې په سلګونه هغه مخابراتي پایې یې هم بېرته په ۲۴ ساعته ډول فعاله کړي چې پخوا د ناامنیو له کبله غیرفعاله و.
(2021 / 12 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي، چې د موبایلونو له کرېډېټ کارټونو څخه یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانۍ عواید راتول کړي دي.
د دې وزارت مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د کرېډېټ کارټونو د لس سلنې مالیې څخه یې دغه عواید په تېرو څه باندې ۴ میاشتو کې ترلاسه کړي دي.
د مالوماتو له مخې، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته څه باندې یو میلیارد او ۵۴۳ میلیونه افغانۍ د سیم کارډونو د لس سلنې مالیې له درکه ترلاسه شوي دي.
د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۴ کال کې د موبایلونو پر کریډټ کارټونو ۱۰ سلنه مالیه وضعه کړې وه.
اړوند موضوعات:
د ياسپورټ رئیس ویلي چې تر اوسه مو د توزیع شويو پاسپورټو لۀ امله ۳۸۰ میلیونه عواید ترلاسه کړي دي
د مخابراتو وزارت دغه راز اوونۍ وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو وویل، چې په سلګونه هغه مخابراتي پایې یې هم بېرته په ۲۴ ساعته ډول فعاله کړي چې پخوا د ناامنیو له کبله غیرفعاله و.