د ياسپورټ رئیس ویلي چې تر اوسه مو د توزیع شويو پاسپورټو لۀ امله ۳۸۰  میلیونه عواید ترلاسه کړي دي 

0
98

د ياسپورټ رئیس ویلي چې تر اوسه مو د توزیع شويو پاسپورټو لۀ امله ۳۸۰  میلیونه عواید ترلاسه کړي دي 

نوموړي وویل، چې د خلکو په مرسته ‌يې په وروستیو څو ورځو کې ۴۰ کمېشن‌کاران چې له خلکو يې د پاسپورټ د جوړېدو په بدل کې پیسې اخیستې لاس په لاس نیولي او د نورو د نیولو هڅې هم روانې دي.

 

(2021 / 11 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاسپورټ سرپرست رییس عالم ګل حقاني وايي چې په تېره یوه میاشت کې يې له ۸۰ زره ډېر پاسپورټونه وېشلي او له دې درکه ۳۸۰ ملیونه افغانۍ عواید د حکومت بودجې ته جمع شوي دي.

د نوموړي په خبره هره ورځ له څلور تر پنځه زره پاسپورټونه وېشل کېږي او هڅه کېږي چې دا شمېر له دې هم لوړ شي. حقاني دغه راز وايي، چې ښايي په راتلونکو ۲۰ ورځو کې به د نویو پاسپورټونو لپاره د انلاین فورمونو وېش پیل شي.

نوموړي وویل، چې د خلکو په مرسته ‌يې په وروستیو څو ورځو کې ۴۰ کمېشن‌کاران چې له خلکو يې د پاسپورټ د جوړېدو په بدل کې پیسې اخیستې لاس په لاس نیولي او د نورو د نیولو هڅې هم روانې دي.

اړوند موضوعات: 

د وزیرانو شورا: تردې وروسته پۀ کاغذي تذکرو دې هم پاسپورټ ورکړل شي 

نوموړی وايي، په دې چاره کې د پاسپورټ ریاست ځینو مامورینو لاس درلود چې دندې ترې اخیستل شوي او په وړاندې به يې قانون پلی شي.

خلک وايي د پاسپورټ د اخیستلو پر مهال د خلکو ګڼه ګوڼه، بې‌نوبتي، د طالب وسله‌والو له لوري د خلکو وهل ډبول او دغلته د کمېشن‌کارانو موجودیت هغه ستونزې دي چې پاسپورټ اخیستل ‌يې خورا ستونزمن کړي دي.

Leave a reply