د سرۀ صلیب نړۍوالې کمېټې خبر ورکړی چې کابو ۵۰ سلنه افغانان خوراکي خوندیتوب نلري

د سرۀ صلیب نړۍوالې کمېټې خبر ورکړی چې کابو ۵۰ سلنه افغانان خوراکي خوندیتوب نلري
یادې کمېټې په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، چې د اوړو یوه بوجۍ چې پخوا یې بیه په ۱۸ ډالره وه اوس ۲۴ پورته شوی او د وریجو د یوې ۲۰ کیلويي بوجۍ بیه له ۲۳ ډالرو ۲۸ ډالرو پورته شوې.
(2021 / 12 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سره صلیب نړیواله کمېټه، په افغانستان کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوي دي.
دغې کمېټې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اوسمهال ۴۷ سلنه افغانان خوراکي خوندیتوب نهلري.
یادې کمېټې په خپله ټوېترپاڼه لیکلي، چې د اوړو یوه بوجۍ چې پخوا یې بیه په ۱۸ ډالره وه اوس ۲۴ پورته شوی او د وریجو د یوې ۲۰ کیلويي بوجۍ بیه له ۲۳ ډالرو ۲۸ ډالرو پورته شوې.
دغې کمېټې زیاته کړې، د غوړیو پنځه لیټره بوشکه له پنځو ډالرو ۱۰ ډالرو ته یعنې دوه برابره شوې ده.
اړوند موضوعات:
په افغانستان کې د لومړنیو توکو بیې هغه مهال لوړې شوې چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په لویه کچه راټیټه شوه.
د مالوماتو له مخې، د کابل په سرای شهزاده بازار کې نن سبا یو ډالرو په ۱۰۳ تر ۱۰۳ افغانیو تبادله کېږي.






