د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې همدا اوس افغانستان کې ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان لۀ لوږې سره مخ دي
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې همدا اوس افغانستان کې ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان لۀ لوږې سره مخ دي
نړیوال مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي چې که بیړني اقدام ونه شي لسګونه زره ماشومان به له لوږې مړه شي او د لوږې سره د مبارزې په برخه کې د لسیزو پرمختګونه به له لاسه ورکړي.
(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومانو د ژغورنې سازمان یوه څېړنه ښيي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې کافي خوراکي توکو ته د ماشومانو شمېر ۳،۳ میلیونو ته لوړ شوی او روان ژمي کې به وضعیت لاپسې خراب شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو په تحلیل کې، د ماشومانو د ژغورلو ادارې ویلي چې د نومبر په پای کې، د افغانستان ۹۸ سلنه نفوس د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري، چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو مخکې د اندیښنې وړ زیاتوالی دی.
د اګسټ تر ۱۵مې مخکې، ۸۱ سلنه افغانانو کافي خواړه نه درلودل.
افغانستان په نړۍ کې د خوراکي توکو تر ټولو ناوړه بحران سره مخ دی.
د ماشومانو د ژغورنې اداره اټکل کوي چې په دې ژمي کې به ۱۴ میلیونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ شي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو سیستم د سقوط په درشل کې دی، د ماشومانو د ژغورنې اداره خبرداری ورکوي چې ډیری خوارځواکي ماشومان به د ژوندي پاتې کیدو لپاره تخصصي درملنې ته لاس رسی ونه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس د خپلې کورنۍ د غړو د تغذیې لپاره سخت کار کوي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیله پنځه چنده زیاتوالی ښيي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان په وینا، افغانستان په داسې حال کې له کړکېچ سره مخ دی چې نړۍ په ۲۱مه پېړۍ کې د لوږې له تر ټولو ناوړه بحران سره مخ ده، چې د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې ۵،۷ میلیونه ماشومان له پنځو کلونو کم عمره له لوږې سره مخ دي.
اړوند موضوعات:
د ماشومانو د ساتنې ادارې لۀ نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ نرم کړي
د کورونا بحران وژونکي ترکیب، شخړې او د اقلیم د بدلون پایلې په نړۍ کې لوږه او خوارځواکي نوي اوج ته رسولې ده.
نړیوال مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي چې که بیړني اقدام ونه شي لسګونه زره ماشومان به له لوږې مړه شي او د لوږې سره د مبارزې په برخه کې د لسیزو پرمختګونه به له لاسه ورکړي.