د ماشومانو د ساتنې ادارې لۀ نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ نرم کړي 

0
104

د ماشومانو د ساتنې ادارې لۀ نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ نرم کړي 

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسوول کریستیانو مارټون ویلي چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي او غذایي بحران د میلیونو ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ کړی دی.

 

(2021 / 12 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې ‘سېف دې چلډرن’ له نړیوالو غوښتي دي چې خپلې تګ لارې نرمې کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشر دوستانه مرستې ورسېږي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسوول کریستیانو مارټون ویلي چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي او غذایي بحران د میلیونو ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ کړی دی.

سېف دې چلډرن په یوې اعلامیه کې ویلي چې که له افغان ماشومانو سره بېړنۍ مرستې ونه شي د ژمي تر اخره به ښایي تر پنځه کلنۍ پورې څه باندې درې میلیونه کوچنیان په سخته خوارځواکۍ اخته شي.

اړوند موضوعات: 

یونیسف وايي سږ کال د افغان ماشومانو ورځ نۀ نمانځل کېږي

سېف دې چلډرن روانه اوونۍ له نړیوالو د افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره د دوه میلیارډه امریکایي ډالرو د مرستې د چمتو کولو غوښتنه وکړه.

Leave a reply