یونیسف وايي سږ کال د افغان ماشومانو ورځ نۀ نمانځل کېږي

یونیسف وايي سږ کال د افغان ماشومانو ورځ نۀ نمانځل کېږي
یونېسف خبرداری ورکوي چې که د افغان ماشومانو د لاسنیوي لپاره نړیوال لاس په کار نه شي لرې نه ده چې د شري ناروغۍ ترڅنګ کافي خوړو ته نهلاسرسی دغه برخه له بشري ناورین سره مخ کړي.
(2021 / 11 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یونېسف وايي، سږ کال په افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ نه نمانځي.
دغې ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي چې سږ کال د افغان ماشومانو لپاره دغه ورځ توره ده. د ماشوم نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې له یو میلیون زیات ماشومان له سختې قحطۍ سره مخ دي.
دې ادارې ویلي چې سره له ننه يې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د خپلو ټولو ټولنیزو پاڼو پروفایلونه تور او خپل ډیجیټلي فعالیتونه درولي او په دې سره به دا وښيي چې په افغانستان کې ماشومان له هر بل وخته په ناورین کې دي.
یونېسف ویلي، له ۱۴ میلیونو زیات ماشومان په افغانستان کې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او نه پوهېږي چې راتلونکی به یې څنګه کېږي.
یونېسف خبرداری ورکوي چې که د افغان ماشومانو د لاسنیوي لپاره نړیوال لاس په کار نه شي لرې نه ده چې د شري ناروغۍ ترڅنګ کافي خوړو ته نهلاسرسی دغه برخه له بشري ناورین سره مخ کړي.
یونېسف دغه راز ټینګار کوي چې ټول افغان ماشومانو ته باید د خپل روښانه راتلونکې لپاره د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.






