کابل کې افغان جاپان روغتون وايي چې سخت د توکو لۀ کمښت سره مخ یو 

0
103

کابل کې افغان جاپان روغتون وايي چې سخت د توکو لۀ کمښت سره مخ یو 

په کابل کې د کرونا د ناروغیو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو ستر روغتون افغان جاپان وايي چې د کرونا د درملنې او د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره د توکو له کمښت سره مخ دي.

 

(2021 / 12 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان روغتیايي بنسټونه وایي د درملو او روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.

په کابل کې د کرونا د ناروغیو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو ستر روغتون افغان جاپان وايي چې د کرونا د درملنې او د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره د توکو له کمښت سره مخ دي.

د دغه روغتون مسوولین وایي همدا اوس د کرونا د تشخیص کېټونه مخ په خلاصېدو دي او که پر وخت مرستې و نه شي نو له سختو ستونزو سره به مخ شي.

ددغه روغتون کارکوونکو پر نړیوالو بنسټونو په تېره د روغتیا پر نړیواله اداره غږ کړی چې په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې لپاره د اړینو تجهیزاتو مرسته وکړي.

اړوند موضوعات:

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د کرونا ناروغۍ غیر فعال روغتونونه به بېرته فعال کړي 

چارواکي داسې مهال د توکو د کمښت خبره کوي چې په نړۍ کې د کرونا نوې بڼه اومیکرون د چټکې پراختیا په حال کې ده.

Leave a reply