خلیلزاد د تېر نظام د سقوط پړه یو ځل بیا پۀ پخواني ولسمشر او لومړي مرستیال یې اچولې ده

خلیلزاد د تېر نظام د سقوط پړه یو ځل بیا پۀ پخواني ولسمشر او لومړي مرستیال یې اچولې ده
خلیلزاد وايي د پخواني حکومت له منځه تلو مسوولیت ټول د اشرف غني او د دوی د ټیم پر غاړه دی، ځکه د افغانستان عیني حقایق یې نه درک کول او پر ځای یې د واک د ساتلو لپاره خیالي نقشو او پلانونو ته پنا وړې وه.
(2021 / 12 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
خلیلزاد یو ځل بیا د پخواني حکومت د سقوط پړه پر اشرف غني او د هغه پر شاوخوا کسانو اچولې ده. خلیلزاد له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، اشرف غني او امرالله صالح په خیالي نړۍ کې ژوند کاوه.
د ده په وینا دوی هېڅکله په دې باور نه کاوه، چې امریکا به خپل سرتېري له افغانستان وباسي او په خبره یې اشرف غني ډاډه وو، چې امریکای یوازې د سرتېرو د ایستلو تمثیل کوي.
خلیلزاد وایي د دوی دواړو همدې خیالي چلند او د حقایقو نه درک کول ددې سبب شول چې د سولې لارې ته زړه ښه نه کړي او پر ځای یې پر جګړه ټینګار وکړي.
اړوند موضوعات:
نړۍوال افغانستان کې د یوې منظمې حکومتولۍ جوړولو کې ناکامه شوه