نړۍوال افغانستان کې د یوې منظمې حکومتولۍ جوړولو کې  ناکامه شوه 

0
168

نړۍوال افغانستان کې د یوې منظمې حکومتولۍ جوړولو کې  ناکامه شوه 

په تحلیل کې راځي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د ناکامۍ لاملونه دا وو، چې یو خو یې د افغانستان عیني واقعیتونو ته سم نه و کتلي او له بلې خوا د فساد موجودیت د میلیاردونو ډالرو د بېځایه لګېدو سبب شوی دی.

 

(2021 / 11 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د منظمې حکومتولۍ په جوړولو کې ناکامه وه. د امریکا د سولې انستیتوت په یوه اوږده تحلیل کې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د محلي حکومتولۍ په جوړولو کې د نړیوالې ټولنې فعالیتونو ته کتنه کړې ده.

سرچینه کاږي چې نړیوالو په افغانستان کې میلیاردونه ډالر د یوه منظم حکومت او سیستم د جوړولو په موخه ولګول خو په څو اونیو کې ددغه اداراتو او سیستم سقوط وښوده چې نړیواله ټولنه په خپلو چارو کې ناکامه وه.

..په مطلب کې راځي چې نړیوالې ټولنې میلیاردونه ډالر په افغانستان کې بېځایه او پر موقتي پروژو لګولي دي او د حکومت جوړونې په برخه کې عملي شوې پروژې اغېزناکې نه وې.

اړوند موضوعات: 

ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان پۀ اړه دې خپل مسؤلیت اداء کړي

په تحلیل کې راځي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د ناکامۍ لاملونه دا وو، چې یو خو یې د افغانستان عیني واقعیتونو ته سم نه و کتلي او له بلې خوا د فساد موجودیت د میلیاردونو ډالرو د بېځایه لګېدو سبب شوی دی.

د سولې انیستیتوت په دې تحلیل کې راغلي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د منظمې حکومتولۍ او خلکو ته د اړینو خدماتو د رسولو لپاره د یوه مدرن سیستم په جوړولو بریالۍ نه شوه.

Leave a reply