ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ۸ میلیارده ډالره بودیجه ځانګړې کوي
ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ۸ میلیارده ډالره بودیجه ځانګړې کوي
هغه ټینګار کړی، دا سازمان نه غواړي په افغانستان کې په یوه بدیل دولت واوړي خو په ډاګه کړې يې ده، چې دغه بنسټ ته د سیسټمونو ملاتړ مهم دی، نه د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول.
(2021 / 12 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان د اقتصاد د غښتلي کېدو په موخه د ۸ ملیارده ډالرو بودجې د چمتو کولو پلان لري. د راپورونو له مخې، ملګري ملتونه د راروان کال لپاره په افغانستان کې د خدماتو د وړاندې کولو او مرستې په موخه د ۸ ملیارده ډالرو د بودجې پر پلان کار کوي.
د دې پلان له مخې په ښوونځیو کې د ماشومانو د سالمو خوړو، د کار روزګار پيدا کول، ګاونډویو ته د افغانستان د برېښنا پور تادیه او د حکومتولۍ سیسټم بیارغونه شامل دي.
دا مرسته له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو سربېره پلان شوې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د افغانستان لپاره د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي رامیز الکباروف ویلي، چې افغانان زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی، دا سازمان نه غواړي په افغانستان کې په یوه بدیل دولت واوړي خو په ډاګه کړې يې ده، چې دغه بنسټ ته د سیسټمونو ملاتړ مهم دی، نه د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو تازه راپور کې ویلي چې کابو ټول افغانان د خوړو لۀ کمښت سره مخ دي
د راپور پر اساس، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد څلوېښت سلنه لوېدلی دی.
د ملګرو متلونو په دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان نیم نفوس له لوږې سره مخامخ دی.