هیبت الله د کندهار ولایت سیمه ییزو مسؤلینو او علماؤ نه غوښتي چې خپل منځي اختلافات لۀ منځه یوسي

هیبت الله د کندهار ولایت سیمه ییزو مسؤلینو او علماؤ نه غوښتي چې خپل منځي اختلافات لۀ منځه یوسي
د دوی د خبر له مخې، اخندزاده په دې کتنه کې دیني عالمانو ته د بریا مبارکي ورکړې او له هغوی یې غوښتي، چې په همغږۍ او یووالي سره د خلکو خدمت وکړي.
(2021 / 12 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده په کندهار کې له دیني علماوو سره لیدلي دي.
د دوی د خبر له مخې، اخندزاده په دې کتنه کې دیني عالمانو ته د بریا مبارکي ورکړې او له هغوی یې غوښتي، چې په همغږۍ او یووالي سره د خلکو خدمت وکړي.
دغه راز په دې لیدنه کې نوموړي دیني علماوو ته لارښوونه کړې، چې خپل منځي اختلافات له منځه یوسي.
د باختر خبري اژانس لیکلي، د طالبانو مشر دیني عالمانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې علماء کرام هر وخت ورسره خپلې ستونزې او مشورې شریکولی شي.
اړوند موضوعات:
هیبت الله: له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي
د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو مشر تر دې وړاندې هم په کندهار کې د طالبانو له ځایي چارواکو سره لیدلي وو او هغوی ته یې ځینې لارښوونې کړې وې.
په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا څلور میاشتې تېرېږي، خو لا هم د دوی امیرالمونین په رسنیو کې نه دی څرګند شوی او نه یې کوم انځور خپور شوی دی.






