هیبت الله: له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي

هیبت الله: له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي
د ده په خبره هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان وځي، چې دلته یې د کورنیو د اندېښنې سبب ګرځي او تر څنګ یې په دې کې د افغانانو ښه استعدادونه شته چې په بهر کې په بې مانا کارونو بوخت وي.
(2021 / 12 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو مشر ملا هبت الله په تازه خپاره کړي پیغام کې له هېواده د زرګونه کسانو تګ د اندېښنې وړ مسئله بللې ده او په خبره یې د والیانو او چارواکو مسوولیت دی چې په دې تړاو ځینې اقدامات ترسره کړي.
د ده په خبره هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان وځي، چې دلته یې د کورنیو د اندېښنې سبب ګرځي او تر څنګ یې په دې کې د افغانانو ښه استعدادونه شته چې په بهر کې په بې مانا کارونو بوخت وي.
هغه پر والیانو غږ کړی چې د خلکو ستونزې واوري، دوی ته شته ګواښونه له منځه یوسي او خلک وهڅوي چې په خپل هېواد کې پاتې شي.
اړوند موضوعات:
د اروپا پنا غوښتونوکو دفتر د راپور پۀ اساس د افغان کډوالو پۀ شمېر کې ۷۲ سلنه ډیر والی راغلی دی
دغه اعلامیه داسې مهال خپرېږي، چې په هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت او اقتصادي بې ثباتۍ له امله زرګونه کسان بهرنیو هېوادونو په تېره ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې ډېر کله له سختو لارو تېرېږي او د سر خطر ورته جوړېږي.





