مشرانو د پي ټي آيی امیدوار ملاتړ اعلان کړو

0
240

باغي ټي وي رپورټ
ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د ملک ګلي شاه شهيد په حجره کې د جمرود د چيئرمېن شپ لپاره د تحريک انصاف پاکستان ګوند نامزد اميدوار الحاج سيد نواب آفريدي لپاره د شپې ډوډۍ انتظام شوې وه.

په دې موقع د ملک ګلي شاه شهيد زوي ملک صلاح الدين کوکي خېل او د هغه د کورنۍ مشران حاجي زاهد شاه، حاجي بابو خان، حاجي امجد او حاجي نصرت شاه او نور هم موجود وو، د خان او نورو يې ښه راغلاست ووايه او ژمنه يې وکړه، چې له دوی سره به مالي او ځاني مرسته کوي.

هغه وويل، چې د ملک ګلي شاه کورنۍ ټول مشران او ځوانان به يې تر څنګ ولاړ وي او په هره ممکنه لاره به يې ملاتړ کوي. په دي موقع الحاج بلاول آفريدي، الحاج زبير آفريدي او الحاج سيد نواب آفريدي د ملک ګلي شاه شهيد خاندان مننه اوکړه،دوي دا هم اوويل چي د ملک ګلي شاه شهيد خاندان دا الحاج خاندان وياړ دے او انشاالله هميشه به ياد وي۔
۔

Leave a reply