د پاکستان معیشت مستحکم دې، راروان کال به نوره هم وده وکړه

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي دي چې د پاکستان لوی اقتصادي شاخصونه مستحکم دي او باور یې څرګند کړو چې د مالي کال تر پایه به د تیر کال په پرتله اقتصاد په لوړه کچه وده وکړي.
د اې پي پي رپورټ مطابق ه د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم عمران خان د میکرو اقتصادي مشاورتي ډلې د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔
عمران خان وویل په لویه پیمانه مینوفیکچرنګ او د مالونو په ارزښت کې اضافه، د عوایدو زیاتوالی او په صادراتو کې زیاتوالی د دې ښکارندویي کوي چې د حکومت لخوا پورته شوي پالیسي اقداماتو نتیجه ورکړې ده.
غونډې ته د هېواد د اوسني اقتصادي حالت، د اقتصادي شاخصونو د ښه كولو او د اقتصاد د لا پياوړتيا لپاره د يوې جامع تګلارې په اړه بريفنګ وركړل شو، چې په نړيواله كچه د اجناسو د نرخونو د لوړېدو سره سره د ودې په دوام كې مرسته كوي.
په رپورټ کې زیاتوي چې پاكستان په نړيواله كچه د غېر معمولي كاركردګۍ ستائنه كړې شوې ده ولې موجوده حكومت د تېرو حكومتونو لخوا پاتې شوې اقتصادي ناورين اداره كولې شي۔
عمران خان زیاته کړه چې کله چې د نړۍ اقتصاد د وبا له ناوړه اغیزو سره مخ شو، نو پاکستان نه یوازې دا چې د وضعیت په کنټرول کې ښه کار وکړ بلکې د 3.9 فیصده اقتصادي ودې کچه یې هم وساتله.






