په تورخم پوله د مسافرو تګ راتګ زیات شوې دې.

0
220

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د مسافرو تګ راتګ زیات شوې دې، د ورځې په زرګونو مسافر افغانستان ته او د افغانستان پاکستان ته راځي، په دې مسافرو کې په سلګونو افغان مریضان هم پاکستان ته د علاج لپاره راځي.

د بارډر سرچینو ترمخه په پرون په ۷ اووم دسمبر د افغانستان نه ۱۰۷ افغان مریضان پاکستان ته راداخل شول ، دې مریضان سره ۹۴ افغان خپلوان هم وو چې په پاکستان کې دې افغان مریضان سره وی او خیال ی وساتي.
د بارډر سرچینو ترمخه په ۶ دسمبر هم شمیر افغان مریضان او دې مریضان سره شمیر کې خپلوان پاکستان ته راداخل شول.
افغان مریضانو ، ددوی خپلوانو او نورو ځای سوداګرو او اولس د پاکستان او د کور کمانډر پیښور لفټننټ جنرل فیض ستاینه کړې ده چې څو ورځې ی وړاندې ی اعلان کړې وو چې په پوله به روزانه ۱۰۰ افغان مریضان پاکستان ته د علاج لپاره راداخل شي.

Leave a reply