سعودي عربستان افغانستان سره مرستې لومړۍ جوپه پاکستان ته لېږلې ده

سعودي عربستان افغانستان سره مرستې لومړۍ جوپه پاکستان ته لېږلې ده
د یادونې ده چې سعودي مخکې تر دې هم له افغانستان سره د خوراکي او غیر خوراکي مرسته کړې او ژمنه یې کړې ده چې ژر به د پاکستان له لارې نورې مرستې هم افغانستان ورسېږي.
(2021 / 12 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري له افغانستان سره د مرستې لومړنۍ محموله پاکستان ته رسېدلې ده.
راپورونه وایي چې د سعودي دا مرسته به له پاکستان څخه د ځمکې له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
سعودي چارواکو ویلي چې دا مرسته به ۲۸۰ زره اړمنو کورنیو باندې ووېشل شي.
په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفارت ویلي چې ټاکل شوې ده په ۱۹۲۰ ټنه مرستندویه توکو بار ۲۰۰ لارۍ ژر د ځمکې له لارې افغانستان ته واستول شي.
اړوند موضوعات:
سعودي عربستان خبر ورکړی چې ۶۵ ټنه بشري مرسته مو کابل ته ورسېده
د یادونې ده چې سعودي وړاندې تر دې هم له افغانستان سره د خوراکي او غیر خوراکي مرسته کړې او ژمنه یې کړې ده چې ژر به د پاکستان له لارې نورې مرستې هم افغانستان ورسېږي.






