سعودي عربستان خبر ورکړی چې ۶۵ ټنه بشري مرسته مو کابل ته ورسېده

سعودي عربستان خبر ورکړی چې ۶۵ ټنه بشري مرسته مو کابل ته ورسېده
یاد اژانس د دغه مرکز د مدیر عبدالله الربیعه له قوله ویلي چې نن د سعودي په مرسته بار دوه الوتکې کابل نړیوال هوایي ډګر ته رسېدلې دي او ډاډ یې ورکړی دی چې له افغانستان سره به د سعودي مرستې دوام ومومي.
(2021 / 12 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د ملک عبدالله د بشردوستانه مرستې له مرکز څخه ۶۵ ټنه خوراکي او نور اړین توکي کابل ته رسېدلي دي.
یاد اژانس د دغه مرکز د مدیر عبدالله الربیعه له قوله ویلي چې نن د سعودي په مرسته بار دوه الوتکې کابل نړیوال هوایي ډګر ته رسېدلې دي او ډاډ یې ورکړی دی چې له افغانستان سره به د سعودي مرستې دوام ومومي.
اړوند موضوعات:
د متحده عربي اماراتو لۀ خوا مرسته شوې بشري مرستې کندهار ته رسېدلي دي
عبدالله زیاته کړې، سعودي په پام کې لري چې د روان ژمي په پیل کې ۱۹۶ ټنه خوراکي او نور اړین توکي په شلو پروزاونو کې کابل ته ولېږي.
هغه زیاته کړې ده چې دغه راز به د پاکستان له لارې هم د سعودي په مرسته بار ۲۰۰ لارۍ کابل ته ولېږل شي.






