د پژواک خبري آژانس د راپور پۀ حواله ۷۸۶ زره امریکايي ډالر تاجکستان کې افغان سفارت ته لېږل شوي ؤ 

0
177

د پژواک خبري آژانس د راپور پۀ حواله ۷۸۶ زره امریکايي ډالر تاجکستان کې افغان سفارت ته لېږل شوي ؤ 

هغه ویلي چې دغه پیسې په تاجیکستان کې افغان سفیر محمد ظاهر اغبر چې امرالله صالح ته نږدې کس دی، له بانکه ایستلې دي.نوموړي ویلي چې د دې پیسو په ایستلو کې امرالله صالح هم لاس لري خو تر اوسه پورې امرالله صالح او ظاهر اغبر په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

(2021 / 12 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پژواک خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د تېر حکومت په وروستیو کې شاوخوا ۷۸۶ زره ډالر په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته استول شوي دي.

راپور کې د چارواکو له قوله راغلي چې دا پیسې په غلطۍ کې یاد سفارت ته استول شوې دي خو په تاجیکستان کې د افغان سفارت یو کارکوونکي چې په دې وروستیو کې له دندې ګوښه شوی دی پژواک ته ویلي چې دا پیسې په غلطۍ نه  بلکې قصداً تاجیکستان ته استول شوې وې.

هغه ویلي چې دغه پیسې په تاجیکستان کې افغان سفیر محمد ظاهر اغبر چې امرالله صالح ته نږدې کس دی، له بانکه ایستلې دي.

نوموړي ویلي چې د دې پیسو په ایستلو کې امرالله صالح هم لاس لري خو تر اوسه پورې امرالله صالح او ظاهر اغبر په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یاد سفارت ګوښه شوي کارکوونکي دغه راز ویلي چې اوسمهال په تاجیکستان کې د افغانستان سفارت بانکي اکنټونه تړل شوي دي.

Leave a reply