د امریکا یو شمېر استازو لۀ بايډن څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو برخلیک روښانه کړي

0
215

د امریکا یو شمېر استازو لۀ بايډن څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو برخلیک روښانه کړي

وکیلان وایي د امریکايي حکومت مسوولیت دی چې د راغلو افغانانو برخلیک معلوم کړي، د قضیو د څېړلو په برخه کې د کارکوونکو شمېر ډېر کړي، ژر تر ژره دې اړین اقدامات ترسره کړي او د دوی پر ژوند دې لوبې نه کوي.

 

(2021 / 12 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکایي استازي وایي د بايډن حکومت دې د زرګونه افغان کډوالو برخلیک ژر تر ژره روښانه کړي.

د امریکا د استازو جرګې شاوخوا پنځوسو غړو په یوه لیک کې د بايډن له ادارې غوښتي چې د زرګونه افغان کډوالو په تېره د هغو کډوالو په اړه دې خپل دريځ واضح کړي چې د پنا غوښتنې یې رد شوې دي.

وکیلان نیوکې کوي چې د راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت قوانین سخت شوي دي چې له همدې امله یې د پناه غوښتنې رد شوې.

اړوند موضوعات: 

امریکا ته تازه تللي افغانان؛ لۀ سختو ستونزو سره لاس  او ګرېوان دي 

وکیلان وایي د امریکايي حکومت مسوولیت دی چې د راغلو افغانانو برخلیک معلوم کړي، د قضیو د څېړلو په برخه کې د کارکوونکو شمېر ډېر کړي، ژر تر ژره دې اړین اقدامات ترسره کړي او د دوی پر ژوند دې لوبې نه کوي.

Leave a reply