امریکا ته تازه تللي افغانان؛ لۀ سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
امریکا ته تازه تللي افغانان؛ لۀ سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
له دغې ورځپاڼې سره کډوالو په مرکه کې ویلي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له امریکايي حکومت یې غوښتي چې د دوی پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي.
(2021 / 12 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا له لوري ایستل شوي کډوال په کمپونو او امریکايي ایالتونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په نظامي اډو یا کمپونو کې پراته افغان کډوال او همدا راز هغه کډوال چې له دغه کمپونو ایستل شوي دي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
سرچینه کاږي چې دوی لا هم د سرپنا له نشتوالي سره مخ دي، د توکو ګرانۍ یې ژوند سخت کړی دی او هڅه کوي چې په لرو پرتو کلو او سیمو کې د ټيټې بیې کورونه د اوسېدو لپاره پیدا کړي.
له دغې ورځپاڼې سره کډوالو په مرکه کې ویلي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له امریکايي حکومت یې غوښتي چې د دوی پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي.