ټاکل شوې راتلونکې اونۍ اسلام آباد کې د ترویکا غونډه جوړه شي 

0
113

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ اسلام آباد کې د ترویکا غونډه جوړه شي 

د ترویکا د غونډو لړۍ د روسیې له لوري پیل شوې چې په هغه کې د افغانستان پر سولې او دایمي ثبات خبرې کېږي. تر اوسه نه ده معلومه چې دغه غونډې ته به د نوي حکومت پلاوی هم وبلل شي کنه.

 

(2021 / 12  / 16 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

ټاکل شوې چې د ترویکا راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین، امریکا او پاکستان راتلونکې غونډه به بله یکشنبه په اسلام اباد کې جوړېږي.

د زخارووا په خبره غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه جوړېږي او په هغه کې به د یادو هېوادونو استازي د افغانستان پر روان وضعیت او له دغه هېواد سره پر مرستو او همکاریو خبرې کوي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا وايي چې پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ګډون کوي

د ترویکا د غونډو لړۍ د روسیې له لوري پیل شوې چې په هغه کې د افغانستان پر سولې او دایمي ثبات خبرې کېږي. تر اوسه نه ده معلومه چې دغه غونډې ته به د نوي حکومت پلاوی هم وبلل شي کنه.

Leave a reply