امریکا کانګرېس تر اوږدو ناندریو وروسته ۷۶۸ میلیارده بودیجه تصویب کړه

امریکا کانګرېس تر اوږدو ناندریو وروسته ۷۶۸ میلیارده بودیجه تصویب کړه
امریکا د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو لوړه دفاعي بودیجه لري او په کانګریس کې وخت ناوخت د یادې بودیجې پر سر ناندرۍ روانې وي.
(2021 / 12 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا کانګریس د رایو په اکثریت د دغه هېواد دفاعي بودیجه تایید کړه.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې کانګریس د امریکا ۷۶۸ میلیارد ډالري دفاعي بودیجې ته تر اوږدو ناندریو وروسته رایه ورکړې ده.
سره له دې چې د بودیجې د تصویب په اړه پراخې ناندرۍ روانې وې او وکیلانو خپلې غوښتنې او سپارښتنې لرلې خو په ټوله کې دغه بودیجه د ۸۶ مثبتو رایو په اخیستو تایید شوې او د بایډن لاسلیک ته لېږل شوې ده.
په دې بودیجه کې د پوځ د وړتیاوو لوړول، د لګښتونو پوره کول، د پوځي تجهیزاتو پرمختیا، شفافیت رامنځ ته کول او د پوځ منظمول شامل دي.
اړوند موضوعات:
د امریکا کانګرېس د بایډن طرحه تائید کړه
امریکا د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو لوړه دفاعي بودیجه لري او په کانګریس کې وخت ناوخت د یادې بودیجې پر سر ناندرۍ روانې وي.






