د امریکا دفاع وزارت وايي چې افغانستان مو تر کلک څار لاندې دی 

0
144

د امریکا دفاع وزارت وايي چې افغانستان مو تر کلک څار لاندې دی 

کربي وایي امریکا ځکه خپل سرتېري و ایستل، چې بایډن باوري وو، دوی په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړې دي، افغانستان بنسټونه لرل، هلته پرمختګونه رامنځ ته شوي دي او اوس د نوي حکومت دنده ده، چې له دغه جوړو شوو بنسټونو او اداراتو څه ډول ساتنه کوي.

(2021 / 12 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا ددفاع وزارت وایي لا هم په افغانستان کې ټول احتمالي ګواښونه له نږدې څاري.

د پنټاګون ویاند جان کربي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې هر څه له نږدې څاري او په خبره یې ګواښونه نه شي ردولی، خو په سیمه کې امریکايي پوځ پراخ حضور لري.

د کربي په وینا دمګړی د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ستر مسوولیت دی چې د افغانستان وضعیت کنټرول کړي او په خبره یې د دوی پراخه څارنه ادامه لري.

کربي همدا راز د افغانستان د سقوط په اړه هم خبرې کړې دي او وایي چې هېچا د پخواني ولسمشر د تګ وړاندوینه نه وه کړې، نو د هغه له تګ سره سم د افغانستان پوځ وپاشل شو او بنسټونو ته ضربه ورسېده.

اړوند موضوعات: 

پنټاګون: هند افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدلو اندېښمن کړی دی 

Leave a reply