بې پولې ډاکټران خبر ورکړی چې افغانستان کې خوارځواکي ډېره شوې ده 

0
200

بې پولې ډاکټران خبر ورکړی چې افغانستان کې خوارځواکي ډېره شوې ده 

د بې پولې ډاکټرانو روغتیايي بنسټ دغه راز له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي برخې لاسنیوی وکړي، ځکه دمګړ خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

 

(2021 / 12 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېره لوړه شوې ده.

د بې پولې ډاکټرانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په ځینو ولایتونو کې یې په کلینکونو کې د هغو ناروغانو شمېره لوړه شوې چې په خوارځواکۍ اخته دي.

اړوند موضوعات: 

د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې همدا اوس افغانستان کې ۳،۳ میلیونه افغان ماشومان لۀ لوږې سره مخ دي 

سرچینه وایي، وچکالي، ناوړه اقتصادي وضعیت، جګړې او کډوالي ددغه ستونزې د پراختیا سبب ده.

په اعلامیه کې راځي چې د سمو روغتیايي خدماتو نشتون هم ددې سبب شوی چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شي.

د بې پولې ډاکټرانو روغتیايي بنسټ دغه راز له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي برخې لاسنیوی وکړي، ځکه دمګړۍ خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

Leave a reply