IOC: تر ۲۰۲۱ م کال پورې افغانستان ته یو میلیون مهاجر راستانۀ شوي 

0
168

IOC: تر ۲۰۲۱ م کال پورې افغانستان ته یو میلیون مهاجر راستانۀ شوي 

د یاد سازمان په وینا، په 2021 م کال کې، له یو ملیون څخه ډیر خلک په داوطلبانه یا جبري توګه بیرته راستانه شوي، او ډیری دا مهاجرین د نوي ژوند پیل کولو لپاره خالي لاسونه او د نړۍوالې ټولنې له مرستې پرته پاتې دي.

 

(2021 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان ته د ۱ میلیون کډوالو راستانۀ شوشي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) راپور ورکوي چې ۵.۵ میلیونه افغانان د جګړو او اقلیم د بدلون له امله په ټول افغانستان کې بې ځایه شوي او ډېری یې اوس کافي خوراکي توکو، سرپناه، اوبو او روغتیا ته لاس رسی نلري.

د یاد سازمان په وینا، په 2021 م کال کې، له یو ملیون څخه ډیر خلک په داوطلبانه یا جبري توګه بیرته راستانه شوي، او ډیری دا مهاجرین د نوي ژوند پیل کولو لپاره خالي لاسونه او د نړۍوالې ټولنې له مرستې پرته پاتې دي.

اړوند موضوعات: 

ایران هره ورځ لۀ ۳ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته رالېږي 

دا راپور پۀ داسې حال کې خپور شوی چې وړمه ورځ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي وویل چې اوس افغانستان کې جګړه نشته، نسبي آرامي راغلې او د مهاجرینو د بېرته راستنېدو لپاره زمینه برابره ده.

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې د پاکستان د اطلاعات کلتور وزیر فواد چوهدری هم افغان مهاجرو ته خبر ورکړی چې بېرته خپل هېواد ته ستانۀ شي.

 

 

Leave a reply