ایران هره ورځ لۀ ۳ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته رالېږي 

0
104

ایران هره ورځ لۀ ۳ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته رالېږي 

ملګرو ملتونو هم ویلي چې ایراني لوري د کډوالو دایستلو لړۍ چټکه کړې ده او همدا راز له کډوالو سره د دوی کېدونکی چلند هېچا ته د منلو نه دی.

 

(2021 / 12 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې وايي، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي.

سرچینه کاږي چې ایران هره ورځ له ۲ زرو تر پنځو زرو پورې افغان کډوال بېرته را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي.

په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې شوې دي او دوی د ایراني حکومت له ناوړه چلند سخت شکایت کړی دی.

اړوند موضوعات: 

هره ورځ لۀ افغانستان څخه ایران ته پۀ زرګونو افغان کډوال ایران ته اوړي

ملګرو ملتونو هم ویلي چې ایراني لوري د کډوالو دایستلو لړۍ چټکه کړې ده او همدا راز له کډوالو سره د دوی کېدونکی چلند هېچا ته د منلو نه دی.

Leave a reply