ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې افغانان لۀ سختې بې مخینې لوږې سره مخ دي

0
103

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې افغانان لۀ سختې بې مخینې لوږې سره مخ دي 

د الن په خبره پیسو خپل ارزښت بایللی دی، بېکاري ډېره شوې ده، خلک نغدو پیسو ته لاسرسی نه لري، د خوړو او لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي، وچکالۍ خلک ځپلي دي، روغتیايي خدمات زیانمن شوي او د مرستندویو په مرستو کې کموالی راغلی دی.

 

(2021 / 12  / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې روان فقر او لوږه په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې ماري الن مکګرورتي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د وضعیت وړاندوینه سخته ده.

د نوموړې په خبره همدا اوس هر څه مخ پر ځوړ دي او د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د الن په خبره پیسو خپل ارزښت بایللی دی، بېکاري ډېره شوې ده، خلک نغدو پیسو ته لاسرسی نه لري، د خوړو او لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي، وچکالۍ خلک ځپلي دي، روغتیايي خدمات زیانمن شوي او د مرستندویو په مرستو کې کموالی راغلی دی.

اړوند موضوعات: 

کابل کښې فقر او غریبي زیاته شوې ده: رپورټ

نوموړې وایي په افغانستان کې له هرې خوا یو بشري ناورین روان دی او د ژمي په را رسېدو سره دا ناورین نور هم پراخېږي، نو له همدې امله مرستندویه بنسټونو او نړیوالو ملاتړو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

Leave a reply