کابل کښې فقر او غریبي زیاته شوې ده: رپورټ
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل نه داسې رپورټونه په سوشل میډیا خپاره شوي دي چې په دې هیواد کښې د غریبي او د اولس بې وسي ډیره زیاته شوې ده او خلق ډیر سخت دمالي ستونزو سره مخ دي.
د پژواک نیوز یو رپورټ مطابق په کابل کښې قصابان وایی چې د غوښې اخستل ۵۰ سلنه کم شوي دي او دا ځکه چې په افغانستان کښې د عام اولس کار روزګار بد متاثر شوې دې.
قصابان وایی چې په هیواد کښې ډیر دولتي او غیر دولتي لا وس هم تړلې دي چې له وجهې ی دلته اولس هم بې روزګاره شو چې ددې بد اثر په عام کاروبار هم وشو.
په افغانستان کښې د سوداګرو مطابق وس هم لا ډیر بانکونو نه دې پرانستل شوي او دوی نه شی کولې چې د بهرنیو هیوادونو نه سودا او د ملک لپاره مالونه را اوغواړي.
دوی غوښتنه کوي چې دغه بانکونه دي پرانستې شي، دوی دا غوښتنه هم کوي چې امریکا دې د افغانستان ۱۰ ملیارده ډالر چې کنګل شوي دي ،زر د خلاصیدو حکم جاري کړي چې د دولت او د عام اولس لپاره د فایدې کارونه پیل شي.