په تورخم لاره ۳۵۹ افغان زده کوونکي پاکستان ته داخل شول

0
189

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم اهلکارو رسنیو ته تصدیق کړې چې په دې دوه ورځو کښې ۳۵۹ افغان زده کوونکي پاکستان ته را داخل شوې.
په بارډر د پاکستانی چارواکو مطابق دوی افغان زده کوونکو ته ښه سهولت ورکړې وو چې په کم ساعت کښې پاکستان ته راداخل شي.

یاده دي وي چې د این سي او سي د مراسله مطابق په تورخم پوله صرف پاکستانیان پاکستان ته داخلیدۍ شي خو د پاکستان حکومت افغان زده کوونکو او افغان مریضانو ته اجازت ورکوي چې پاکستان ته د زده کړې لپاره او د علاج لپاره راشي.
یاده دې وی چې د پاکستان هاییر ایجوکیشن کمیشن هر کال افغان زده کوونکو ته د علامه اقبال سکالرشپ لاندې په پاکستان کښې د لوړې زده کړو موقع په لاس ورکوي. سږکل هم تر ۱۰۰۰ پورې افغان زده کوونکو ته د پاکستان په بیله بیلو کالجونه کښې د داخله ورکړې شوه او دوی پاکستان کښې خپلې زده کړې پیل کړي دي.
دلته دا خبره هم ضروری ده چې په پاکستان کښې چې کومو افغان زده کوونکو زده کړې کړي نن هغه ځوانان په افغانستان کښې په مختلفو افغان سرکاری او غیرسرکاري ادارو کښې د خپل افغان قام اوملت خدمت کوي .

Leave a reply