هره ورځ لۀ افغانستان څخه ایران ته پۀ زرګونو افغان کډوال ایران ته اوړي

0
265

هره ورځ لۀ افغانستان څخه ایران ته پۀ زرګونو افغان کډوال ایران ته اوړي

په مطلب کې وړاندې راځي چې دمګړی ایران د شاوخوا درې میلیونه افغان کډوالو کوربه دی خو که نړیوالې مرستې ورسره و نه شي نو دغه هېواد به د کډوالو دروند بار پورته نه شي کړی.

 

(2021 / 11 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي. د کډوالو په برخه کې یوه ناروېژي بنسټ په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې هره ورځ له افغان خاورې شاوخوا پنځه زره کډوال ایران ته د ننه کېږي او ددې احتمال شته چې دا لړۍ پراخه شي.

سرچینه کاږي چې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ایران ته اوښتي دي او زرګونه کسان لا هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې ځانونه ایران ته ورسوي.

په مطلب کې وړاندې راځي چې دمګړی ایران د شاوخوا درې میلیونه افغان کډوالو کوربه دی خو که نړیوالې مرستې ورسره و نه شي نو دغه هېواد به د کډوالو دروند بار پورته نه شي کړی.

اړوند موضوعات: 

ترکیې لسګونه افغان کډوال نیولي دي 

دغه بنسټ بیا په تازه اقدام کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د کډوالو وضعیت ته د رسیدګۍ لپاره له دوی سره د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وکړي.

Leave a reply