د ټول ګټو وزارت ویلي چې د تېر حکومت د ځینو پروژو د ارزولو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی 

0
110

د ټول ګټو وزارت ویلي چې د تېر حکومت د ځینو پروژو د ارزولو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی 

په ورته وخت کې د ټول ګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ تونل سړک، د حلقوي سړک برخې، د پلونو جوړول او د ویجاړو شویو پلونو په ګډون یو شمېر پروژې بشپړې شوې دي.

 

(2021 / 12 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ټول ګټو وزارت مرستیال بخت الرحمن شرافت وايي، چې یاد وزارت د تېر حکومت د پروژو د ارزونې لپاره شپږ کاري کمېټې جوړې کړې، څو د پروژو ټول جزئیات وڅېړي او د بشپړېدو په اړه پرېکړه وکړي.

د ټول ګټو وزارت مرستیال وویل: «موږ هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوو چې له ۸۰ څخه تر ۹۵ سلنې پورې بشپړې شوي دي او یوازې له ۵ تر ۱۰ سلنې پاتې، دغه کمېټه یې ټول اړخونه څیړي.»

ښاغلي شرافت په ډاګه کړه، چې په هېواد کې له وروستیو پرمختګونو وروسته د یو شمېر پروژو چارې ټکنۍ شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان هڅه کوي بهرني چارواکي قانع کړي چې پراختیايي پروژو ته دوام ورکوي.

د ټول ګټو وزارت مرستیال وویل:«هغه پروژې چې د بهرنیو مرستندویانو له خوا بشپړې شوې، یا نیمې پاتې دي او یا لا هم نه دي پیل شوي، موږ یې له تمویل کوونکو سره په دوامداره توګه په تماس کې یو چې هغوی دې ته قانع کړي چې بېرته راشي او پروژې پیل کړي.»

بل خوا یو شمېر اقتصاد پوهان وايي چې د پراختیايي پروژو د بشپړولو لپاره د بهرنیو بنسټونو مرستې ته اړتیا ده.

اړوند موضوعات: 

چین کې د افغانستان سفیر لۀ یاد هېواد سره د سوداګرۍ پۀ پراختیا باندې ټینګار کړی دی 

په ورته وخت کې د ټول ګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ تونل سړک، د حلقوي سړک برخې، د پلونو جوړول او د ویجاړو شویو پلونو په ګډون یو شمېر پروژې بشپړې شوې دي.

 

Leave a reply