چین کې د افغانستان سفیر لۀ یاد هېواد سره د سوداګرۍ پۀ پراختیا باندې ټینګار کړی دی 

0
116

چین کې د افغانستان سفیر لۀ یاد هېواد سره د سوداګرۍ پۀ پراختیا باندې ټینګار کړی دی 

پکن تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم یې د افغانستان د بیارغونې برخه کې د مرستې غږ کړی دی او دغه راز یې د ۴۲ میلیون ډالرو په ارزښت د دغه هېواد د خوراکي توکو د تامین ژمنه هم کړې ده.

(2021 / 11 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په چین کې افغان سفیر ویلي چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي بحران مخنیوي لپاره په کار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه رکړه لا پراخه شي.

سټریټس ټایمز د جاوید قایم له قوله راپور ورکړی دی چې پکن دې له افغانستان سره د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي او اجازه دې ورکړي چې د افغان کروندګرو محصولات چین ته صادر شي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې چین له تېرو څو کلونو راهیسي له افغانستان سره د سوداګرۍ برخه کې شته خنډونه لرې کړي دي او له دغه هېواد سره یې په هر اړخیزه توګه پام وړ همکاري کړې ده خو زیاتوي چې چین دې د افغانانو د لاسنیوي په موخه له افغانستان سره سوداګري نوره هم پراخه کړي.

اړوند موضوعات: 

چین ژمنه کړې چې افغان سوداګرو ته د وېزې ورکړه کې آسانتیا راولي

په همدې حال کې جاوید قایم له بلومبرګ نیوز سره هم په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې له چین څخه د افغانانو توقع دا ده چې دغه هېواد خپلې دروازې د افغان سوداګرو پر مخ پرانیزي.

Leave a reply