چین ژمنه کړې چې افغان سوداګرو ته د وېزې ورکړه کې آسانتیا راولي

0
230

چین ژمنه کړې چې افغان سوداګرو ته د وېزې ورکړه کې آسانتیا راولي

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي. چینايي لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په خپل هېواد کې افغان سوداګرو ته اسانتیاو او فرصتونه برابر کړي.

 

(2021 / 11 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

چین افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي. چینايي لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په خپل هېواد کې افغان سوداګرو ته اسانتیاو او فرصتونه برابر کړي.

اړوند موضوعات: 

چین نړۍوال بازار کې ۱۲۰ ډبیه افغان جلغوزي پلورلي دي 

نوموړي همدا راز ویلي چې افغان سوداګرو ته به د وېزې په ورکړه کې اسانتیا راولي او د کارو بار د پراختیا لپاره به یې هڅې کوي.  په دې لیدنه کې همدا راز د جلغوزیو د صادراتو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

Leave a reply