پۀ غزني ولایت کې د خوراکې توکو د بیو لوړوالي خلک اندېښمن کړي

0
320

پۀ غزني ولایت کې د خوراکې توکو د بیو لوړوالي خلک اندېښمن کړي

په غزني ولایت کې خلک وایې چې له يو خوا بې کاري ډیره ده او له بلې خو د خوراکې توکو لوړ قیمت له سختو ستونزو سره مخ کړي، دوي وایې چې د خوراکې توکو قیمتونه دومره لوړ شوي چې ډیر خلک یې د اخستلو توان نه لري.

 

(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د خارجي اسارو د بیو له لوړیدا سره په غزني ولایت کې د خوراکې توکو بیې لوړئ شوې چې خلک یې اندیښمن کړي دي
په غزني ولایت کې خلک وایې چې له يو خوا بې کاري ډیره ده او له بلې خو د خوراکې توکو لوړ قیمت له سختو ستونزو سره مخ کړي، دوي وایې چې د خوراکې توکو قیمتونه دومره لوړ شوي چې ډیر خلک یې د اخستلو توان نه لري.
د دوي له جملې عبدالقدیر وویل یو بوشکه لس لیتره غوړي په ۲۰۰۰ افغاني دي او یو بوجې وړه په ۳۴۰۰شوي دي موږ یې له کومه کو.
نومړوي وایې چې دومره څوک نشته چې پوښتنه یې وکړي چې ولې تجارانو دومره قیمتې جوړه کړي ده.

عیدمحمد د غزني یو بل تن اوسیدونکې داسې وویل چې مخکې به مې ۴۰۰ یا ۶۰۰ افغاني کار کاوه خو اوس ۵۰ ۶۰ افغاني کار کوم او د خوراکې توکو به یې ډیرې لوړې شوي دي چې موږ یې د اخستلو توان نه لرو.
په همدي حال کې هټیوال وایې چې خوراکې توکې په ډالرو راځې او قیمتونه یې هم په ډالرو پوري اړه لري
غلام سخې یو هټیوال وایې چې که ډالر په ۱۱۰ کې وي موږ یې په ۱۱۰ کې ضرب کوو او زموږ ګټه په یو بوشکه غوړیو کې ۱۰ افغاني ده.

دا چې په ټول هیواد کې د خوراکې توکو قیمت لوړ شوې ده یو لوی علت یې د ډالرو په وړاندی د افغانې خپل ارزښت له لاسه ورکول دي خو په غزني ولایت کې د صرافانو د ټولنې مشر وایې چې په دا دو ورځې کې افغاني د ډالرو په وړاندی ښه شوې ده او کیداشې چې له دی سره د خوراکې توکو قیمتونه هم راټیټې شې.

اړوند موضوعات: 

د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د ډالرو د ارزښت لۀ راټیټېدو سره بیا هم د توکو بیې ندي راټيټې شوې

په عینې حال کې د غزني د ښاروالې اجتماعی او فرهنګې خدمتونو مدیر عنایت الله عرفان وایې چې دا قیمتونه په ټول هیواد کې لوړ شوي دي خو زموږ د نیظارت ډلې په ښار کې په لټنې کوي چې هټیوال له خپل سرې قیمتیو څخه راوګرځوي او له مخالیفینو سره به قانونې چلند کېږي

Leave a reply