د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د ډالرو د ارزښت لۀ راټیټېدو سره بیا هم د توکو بیې ندي راټيټې شوې
د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې د ډالرو د ارزښت لۀ راټیټېدو سره بیا هم د توکو بیې ندي راټيټې شوې
د هېواد اوسېدونکي وايي، اسلامي امارت لکه څنګه چې د پیسو دتبادلې په مارکېټونو کې مداخله وکړه همداسې باید د بیو په کنټرول کې هم مداخله وکړي، خلک باید متوجه کړي چې مستهلکین په لوړه بیه د توکو د اخیستو توان نه لري او نرخونه باید بیرته خپل پخواني حالت ته وګرځوي.
(2021 / 12 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په دې وروستیو کې چې د ډالر ارزښت د افغانۍ په مقابل کې پورته شو نو ورسره د خوراکي، سون او نورو توکو بیې او د موټرو کرایې په بېسارې توګه لوړې شوې چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل.
کابل ښاریان وایي، سره له دې چې ډالر د افغانۍ په مقابل کې خپل ارزښت راټیټ کړی، خو بیې په همغه حال دي.
د کابل ښار اوسېدونکي وایي، څو ورځې وړاندې به مو چې د بیو د لوړوالي وویل، دوکاندارانو به ویل چې ډالر لوړ شوی دی خو اوس چې ډالر هم راټيټ شو خو بیې په همغه حالت کې دي.
خلک دغه راز وایي، چې په هېواد کې د ډالرو د احتکار، قاچاق او خپلې سرې تبادلې مخنیوی باید وشي.
دوی وایي، داسې معلومېږي چې د اسعارو په بازارونو کې یو ډول مافیا حاکمه وه او اوس اسلامي امارت هڅه کوي چې د دغه مافیا مخه ونیسي.
اړوند موضوعات:
ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې افغانان لۀ سختې بې مخینې لوږې سره مخ دي
د هېواد اوسېدونکي وايي، اسلامي امارت لکه څنګه چې د پیسو دتبادلې په مارکېټونو کې مداخله وکړه همداسې باید د بیو په کنټرول کې هم مداخله وکړي، خلک باید متوجه کړي چې مستهلکین په لوړه بیه د توکو د اخیستو توان نه لري او نرخونه باید بیرته خپل پخواني حالت ته وګرځوي.
کورنیو چارو وزارت بیا خلکو ته ډاډ ورکوي او تازه یې ویلي، چې د توکو بیې به په جدي توګه وڅاري.