قریشي: که نړۍ طالبانو سره تعامل ونکړي؛ افغانستان بې ثباتۍ لوري ته ځي 

0
95

قریشي: که نړۍ طالبانو سره تعامل ونکړي؛ افغانستان بې ثباتۍ لوري ته ځي 

د دې غونډې موخه د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل او په دغه هېواد کې د یوه بشري ناورین مخنیوی دی. خو قریشي ویلي، چې پاکستان د OIC پر غړو هېوادونو سربېره د افغانستان لپاره د امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو ځانګړي استازو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

 

(2021 / 12 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، که نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته ونه کړي او له طالبانو سره همکاري ونه کړي، نو دغه هېواد به د بې ثباتۍ پر لور روان شي او د ترهګرو ډلو لپاره به امن فضا رامنځته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي چې له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه دغه راز د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د دغه سازمان غونډه پر افغانستان متمرکزه ده.

ټاکل شوې دا غونډه په څلورو راتلونکو ورځو کې په اسلام اباد کې جوړه شي.

د دې غونډې موخه د افغانستان د اوسنیو ستونزو حل او په دغه هېواد کې د یوه بشري ناورین مخنیوی دی. خو قریشي ویلي، چې پاکستان د OIC پر غړو هېوادونو سربېره د افغانستان لپاره د امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو ځانګړي استازو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

هغه وویل چې د OIC غونډه به د طالبانو په مشرۍ حکومت ته یو فرصت وي چې د نړیوالې ټولنې اندیښنې حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو خبره هم وکړه.

قریشي ټینګار کړی چې د یوه جامع حکومت جوړول، د ښځو د حقونو ساتنه او د ترهګرو ډلو د فعالیت مخنیوی د افغانستان په ګټه دی.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې سوله، ثبات او سوکالي غواړي. د قریشي په وینا په افغانستان او پاکستان کې سوله، ثبات او سوکالي د ګډو ګټو له امله له یو بل سره تړلي دي.

له بلې خوا هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید د نړۍ د قدرتونو له خوا وهڅول شي چې خپل چلند بدل کړي.

اړوند موضوعات: 

پاکستان ذمه واري پوره کوي چې دنیا د افغانستان انساني بحران نه په وخت خبره کړي: شاه محمود قریشي

پاکستان دا خبره کړې چې نړيواله ټولنه دې وهڅوي چې له افغانستان ته شا نکړي، ځکه چې د طالبانو له خوا د کابل د واک تر نيولو وروسته د نړيوالې ټولنې زياترو له افغانستان سره اړيکې پرې کړې دي.

سره له دې چې طالبانو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره پرلپسې هڅې کړې او په وار وار یې له نړۍ سره د ښکیلتیا او اړیکو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې دا غوښتنې نه دي پوره شوي.

 

Leave a reply