پاکستان ذمه واري پوره کوي چې دنیا د افغانستان انساني بحران نه په وخت خبره کړي: شاه محمود قریشي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ د اسلامي نړۍ د هیوادونو سازمان (او آی سي) غونډه دې لپاره تابیا کوي چې پاکستان خپل مسوولیت پوره کوي چې په وخت نړۍ ته خبرداری ورکړي چې د افغانستان په اړه یې بې غوري به په دې هیواد کې د لوی بشري ناورین سبب جوړ شي.
داې پي پي رپورټ مطابق قریشي په اسلام اباد کې د OIC د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې مخکې په یوه بیان کې وویل، “پاکستان غواړي نړۍ په دې پوه کړي چې که نړۍ د دې ناوړه وضعیت په وړاندې بې پروا پاتې شي، د افغانستان بشري بحران او اقتصادي سقوط به مخې ته راشي.
د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې پوه شي چې په افغانستان کې د بشري ناورین په پایله کې هر ډول ګډوډي،د ترهګرو سازمانونو د پیاوړتیا لامل کېږي.
هغه وويل: “په افغانستان کې د شلو کلونو ټولې هڅې او بهرنۍ پانګونه د بې ګناه خلکو د وژلو ترڅنګ به د ترهګرۍ د نوې څپې په رامنځته کېدو سره بې ګټې ثابته شي.”
قريشي يادونه وکړه، چې په نيويارک کې يې له خپلو سيالانو سره د ليدنې پر مهال او په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له لوړپوړي استازي جوزپ بوريل سره په وروستۍ ليدنه کې په تفصيل سره خبرې کړې، چې که اروپايي ټولنه کوم ګام پورته نه کړي، افغانستان به له سخت حالت سره مخ شي.





