د افغانستان بانک وايي چې د افغانیو د ثبات ساتلو هڅې روانې دي
د افغانستان بانک وايي چې د افغانیو د ثبات ساتلو هڅې روانې دي
د افغانستان بانک داسې مهال د تازه اقداماتو خبر ورکوي چې د حکومتي سرچینو په باور ځینې مافیايي کړۍ له وضعیت ناسمه ګټه اخلي او د اسعارو په نرخونو کې لاسوهنه کوي، چې دوی به یې پر وخت پر وړاندې اقدام وکړي.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان بانک وايي د افغانیو د ثبات لپاره یې هڅې پيل کړې دي.
د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، هڅې یې پيل کړې چې د ډالر پر وړاندې د افغانیو د راښکته کېدو مخه ډب کړي.
سرچینه وایي په همدې تړاو یې جدي اقدامات پیل کړي دي او له بېلو اړخونو سره یې لیدنې روانې دي.
په اعلامیه کې راځي چې د افغانستان بانک مشرتابه له صرافانو، سوداګرو او د بانکونو له استازو سره هم خبرې پيل کړې دي، څو وکړی شي روان وضعیت مدیریت کړي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا. کابینې پرېکړه چې د افغانیو د ثبات لپاره یوه کمېټه جوړه کړي