د ا.ا. کابینې پرېکړه کړې چې د افغانیو د ثبات لپاره یوه کمېټه جوړه کړي 

0
253

د ا.ا. کابینې پرېکړه کړې چې د افغانیو د ثبات لپاره یوه کمېټه جوړه کړي 

کابینه داسې مهال د افغانیو د ثبات لپاره په اقدام لاس پورې کوي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې مخینې توګه راټيټ شوی دی او خلکو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړې دي.

 

(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

حکومت د اقتصادي وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه ګومارلې ده.

د راپورونو له مخې تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د افغانۍ د ثبات لپاره هڅه وکړي او ټول هغه عوامل مشخص کړي چې د روان اقتصادي وضعیت او افغانۍ د بې ثباتۍ سبب شوې ده.

اړوند موضوعات: 

نن د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو پۀ وړاندې خپل نور هم راټیټ شوی 

کابینې همدا راز د ډالرو پر قاچاق بندیز لګولی دی او یادې کمېټې ته یې دنده سپارلې ده چې په دې اړه شته مافیايي کړۍ مشخصې کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

کابینه داسې مهال د افغانیو د ثبات لپاره په اقدام لاس پورې کوي چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې مخینې توګه راټيټ شوی دی او خلکو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړې دي.

Leave a reply