امریکا د هغو کسانو وروستی شمېر اعلان کړ چې د تخلیې د ماموریت پایله کې یې لۀ افغانستان څخه انتقال کړي ؤ 

0
126

امریکا د هغو کسانو وروستی شمېر اعلان کړ چې د تخلیې د ماموریت پایله کې یې لۀ افغانستان څخه انتقال کړي ؤ 

امریکا وایي چې په دې کې ګڼ داسې کسان شته چې د امریکا د دایمي اوسېدو اسناد یې لرل یا ځانګړې وېزې ورته وتلې وې او زرګونه بیا داسې دي چې د تخلیې په ماموریت کې راوتلي او هلته یې ژوند ته خطر و.

 

(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

امریکا د هغو کسانو وروستۍ شمېره اعلان کړه چې د تخلیې له ماموریت راهیسې یې له افغانستان ایستلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دوی د روان کال له پیله شاوخوا ۹۵ زره افغانان امریکا ته لېږدولي دي. له دې ډلې ۷۴ زره یې د تخلیې ماموریت له پیلېدو راهیسې له افغانستان ایستل شوي دي.

امریکا وایي چې په دې کې ګڼ داسې کسان شته چې د امریکا د دایمي اوسېدو اسناد یې لرل یا ځانګړې وېزې ورته وتلې وې او زرګونه بیا داسې دي چې د تخلیې په ماموریت کې راوتلي او هلته یې ژوند ته خطر و.

امریکا وایي چې تر دې دمه یې د افغانانو د ایستلو ماموریت نه دی درولی او په خبره یې دا لړۍ به روانه وي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې برېټانیا له افغانستان د افغانانو د ایستلو د پروسې د درولو خبر ورکړی دی.

اړوند موضوعات: 

فراکن مکینزی ویلي چې په کابل هوايي کې ډګر کې د تخليې ماموریت ته دوام ورکوو

راپورونه وایي چې ښايي برېټانیا نور له افغانستان له خطر سره مخ افغانان و نه باسي.

Leave a reply