پنټاګون: پۀ کابل کې د وروستي برید عاملینو ته سزا نه ورکول کېږي 

0
101

پنټاګون: پۀ کابل کې د وروستي برید عاملینو ته سزا نه ورکول کېږي 

امریکا هغه مهال ویلي وو چې دا برید یې د داعش پر یوه پټنځای ترسره کړی دی؛ خو وروسته يې ومنله چې د بريد قربانيان ملکي وګړي دي. د امریکا د دفاع وزارت بیا وروسته د دغو کسانو بې ګناهي ومنله او دا یې یوه غمجنه تراژیدي وبلله.

(2021 / 12 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پنټاګون وايي چې هغه عسکر چې په کابل کې یې پر یوه کور هوايي برید کړی، چې پایله کې یې په کابل کې ملکي وګړي ووېل شول سزا نه ورکول کېږي.

دغه امريکايي چارواکي ويلي، چې د دفاع وزير لويد آسټن دغه پرېکړه د دوو امريکايي پوځي قوماندانانو له سپارښتنو وروسته کړې ده.

په همدې حال کې امریکايي ځواکونو د سپټمبر په ۲۵مه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د ملکي وګړو پر یوه کور هوايي برید وکړ.

په پېښه کې د اوو ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

اړوند موضوعات: 

امریکا کابل کې د خپل وروستي بری قربانیانو ته تاوان ورکوي 

Leave a reply