امریکا کابل کې د خپل وروستي بری قربانیانو ته تاوان ورکوي 

0
281

امریکا کابل کې د خپل وروستي بری قربانیانو ته تاوان ورکوي 

مریکا په کابل کې د تخلیې ماموریت پر مهال هوایي برید وکړ چې په هغه کې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. دې برید په نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرل.

 

(2021 / 10 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

امریکا په کابل کې د خپل وروستي هوایي برید قربانیانو ته غرامت ورکوي.

ډېلي مېل برېټانوۍ نشریې د امریکا ددفاع وزارت له قوله ویلي چې دوی په کابل کې د ډرون برید څېړلی او ثابته شوې چې په هغې کې لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچینه وایي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د قربانیانو کورنیو ته یې تاوان ورکړي او که غواړي په مصونه او ښه توګه یې له افغانستان وباسي.

د امریکا ددفاع وزارت یو ځل بیا پر دغه برید خواشیني ښوودلې او وایي دا خورا بوږنوونکې پېښه وه چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

امریکا په کابل کې د تخلیې ماموریت پر مهال هوایي برید وکړ چې په هغه کې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. دې برید په نړیواله کچه غبرګونونه له ځان سره لرل.

Leave a reply