WFP خبر ورکړی چې رړان کال ته یې ۱۵ میلیونه افغانانو ته خوراکي توکي برابر کړي دي
د نوموړې د مالوماتو پر بنسټ، اوس مهال د افغانستان د نفوس له نیمايي زیات ۲۲ میلیون او اته سوه زره کسان د خوړو د برابرولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي، چې د دې شمیر ۸.۷ میلیون یې د قحطې حالت څخه یو قدم شاته حالت کې دي.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د خوړو نړویوال پروګرام ویلي، چې په روان میلادي کال کې یې شاوخوا ۱۵ میلیون افغانانو ته خواړه برابر کړي دي.
د دغې ادارې د افغانستان څانګې مشرې ماري الن ګرورتي پرون د ډسمبر په ۱۲مه خبریالانو ته ویلي، چې په راتلونکي میلادي کال کې به ۲۳ میلیونو افغانانو ته د مرستې د رسولو لپاره دوه میلیارده او ۶۴۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ولري.
مېرمن ګرورتي زیاته کړې، په افغانستان کې د اوږدې جګړې، اقتصادي ستونزو او د وچکالۍ څخه د زیږیدلي حالت له امله د هرې ورځې په تیریدو په دغه هیواد کې د خلکو ستونزې زیاتیږي.
د نوموړې د مالوماتو پر بنسټ، اوس مهال د افغانستان د نفوس له نیمايي زیات ۲۲ میلیون او اته سوه زره کسان د خوړو د برابرولو په برخه کې د ستونزو سره مخ دي، چې د دې شمیر ۸.۷ میلیون یې د قحطې حالت څخه یو قدم شاته حالت کې دي.
اړوند موضوعات:
د خوړو نړۍوال پروګرام: راتلونکو شپږو میاشتو کې به افغانستان د ځمکې پر سر دوزخ وي
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي شورا هم تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د ژمي موسم په رارسېدو سره په میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
په ورته مهال ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره دې بشري مرستې دوامداره وساتي.










Leave a Reply