د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د بشري نغدي مرستو درېیمه جوپه دوی ته رسېدلې ده
د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د بشري نغدي مرستو درېیمه جوپه دوی ته رسېدلې ده
تمه ده، چې د دغو مرستو په رارسېدو سره به د اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت بېرته عادي حالت ته راشي.
د افغانستان مرکزي بانک ډاډ ورکړی چې د دې ادارې رهبري هڅه کوي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د تبادلې د نرخ ستونزه له هرې ممکنې لارې هواره کړي.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان مرکزي بانک وايي، د بشري مرستو پۀ لړ کې هېواد ته د نغدو پیسو د درېیمې جوپې د رسېدو اعلان وکړ.
دغې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې د بشري مرستو دریمه بسته ۱۹،۲ میلیونه ډالره ده، چې د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۲۱ کابل ته راورسېده.
مرکزي بانک زیاته کړه چې د افغانانو لپاره د “بې وزلۍ او بدبختۍ” د مخنیوي لپاره د اصولي لارو چارو د اسانه کولو هڅې روانې دي او د هېواد بانکي سیستم او د بهرنیو اسعارو ستونزه به ډېر ژر هواره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.
تمه ده، چې د دغو مرستو په رارسېدو سره به د اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت بېرته عادي حالت ته راشي.
د افغانستان مرکزي بانک ډاډ ورکړی چې د دې ادارې رهبري هڅه کوي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د تبادلې د نرخ ستونزه له هرې ممکنې لارې هواره کړي.
اړوند موضوعات:
نړیواله ټولنه اړمنو افغانانو سره نغدي مرستې کوي
په همدې حال کې د افغانستان په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې د بې ساري لوړوالي له امله د ډالر بیه ۱۱۰ افغانیو ته رسېدلې ده.