نړیواله ټولنه اړمنو افغانانو سره نغدي مرستې کوي

0
82

نړیواله ټولنه اړمنو افغانانو سره نغدي مرستې کوي

د رويټرز خبري آژانس  د معلوماتو پر بنسټ نړیوالې ټولنې یوه طرحه نهايي کړې چې له مخې به ئې یاده ټولنه اړمنو افغانانو سره نغدي مرستې وکړي.

 

 

(2021 / 10 / 8 /  نېټه باغي ټلویزیون)

د رويټرز خبري آژانس  د معلوماتو پر بنسټ نړیوالې ټولنې یوه طرحه نهايي کړې چې له مخې به ئې یاده ټولنه اړمنو افغانانو سره نغدي مرستې وکړي.

له دغې طرحې باخبروه سرچینو رویټرز ته ویلي چې دغه مرستې به هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې اوس یې ژوند د اقتصادي ستونزو له امله له جدي ګواښ سره مخ دی.

د سرچینې په خبره چې دغه مرستې به دبانکونو له لارې دغو افغانانو ته ورکول کېږي او ټاکل شوې چې هر اړمن افغان ته به څه کم دوه سوه ډالره ورکول کېږي.

داسې ویل شوي چې دغه مرستې اقتصاد ځپلو افغانانو ته ورکول کېږي چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه میاشتې پوره کېږي افغانستان باندې طالبان واکمن دي، ټول اقتصادي او پرمختیايي کارونه په ټپه ولاړ دي او ملګرو ملتونو تازه خبر ورکړی چې راتلونکو څو اونیو کې به د افغانستان اقتصاد سقوط سره مخ شي.

 

Leave a reply